Categories
تشکیل

4. د پیغامونو رسول او خوندي اړیکې

• زماني موده: 1 ساعت

•  زده کړو هدف : ناپیژانده او خوندي اړیکو ترمنځ د تفاوت او ددغو دوو اړیکو ترسره کولو لپاره د وسایلود کارولو زده کړه

رمز لیکنه یا ناپیژاند توب؟

د واټس آپ WhatsApp ، مسنجر Messenger یا ټیلګرام  Telegramڅخه د کار اخیستلو پرمهال ستاسو پیغامونه په رمز بدلیږي( یو څه د سوفټ ویر پورې هم تړاو لري) خو د هغو کسانو ادرس چې ورسره اړیکې ټینګوئ په رمز نه بدلیږي. د همدې له امله دا چلوونکي (Operators) ( مټا، فیسبوک، تیلګرام) که چیرې ستاسو استوونکو محتویاتو ته لاس ونلري، خو کولی شي په دې پوه شي چې تاسو د کومو کسانو سره اړیکې ټینګوئ.

خبریالان د خپلې ډاټا (Datas) د ساتنې لپاره باید دغو وسایلو سره اشنا شي او دا امکان په لاس کې ولري چې په اسانۍ سره خپله ډاټا (Datas) د نورو زیاتو  پیغامونو په منځ کې واستولی شي. باید په دې پوه شو چې دا وسایل ممکن نه دي چې په رمز باندې د بل شویو سوفټ ویرونو په اندازه د ابتدا څخه تر هدف (مقصد) پورې خو تاسو ته د خپلې ډاټا د ساتنې او حفاظت لپاره ددې امکان برابروي چې خپله ډاټا په لوړه کچه په ناپیژاندتوب کې پاتې کیدو سره وساتئ.

پیغام رسول او یوڅه کمې او زیاتې خوندي اړیکې

د مړو  صندوق

د مړو صندوق هغه ځای دی چې افرادو ته ددې امکان ورکوي چې پرته د یو بل د لیدنې خپل پیغامونه تبادله کړي. ددې میتود څخه کیدای شي په مجازې فضا کې هم کار واخیستل شي:

۱- د ایمیل آدرس له هر خدماتي شرکت څخه چې غواړئ جوړ کړئ.

۲- ایمیل ته د لاس رسي اړوند د هویت ( پيژندنې)  معلومات په خوندي ډول خپل مخاطب سره شریک کړئ. 

۳- پیغامونه یوازې د چټل نویس خاکه کې پرته د استلو ولیکئ.

د مړو ددغه صندوق په کارونې ستاستو ایمیلونه په اینټرنیټ کې ګردش یا حرکت نه کوي. هغه څه چې د اینټرنیټ د خدمتونو وړاندې کوونکي سرورونه(Servers) کولی شي وګوري یوازې د خدمتونو د چمتو کولو د یو شرکت سره ستاسو نښلیدل لکه جي میل (GMail) لیدلی شي. باید پام وکړئ کوم پیغامونه چې په صندوق او خاکه کې لیکلي دي په رمز نه بدلیږي او په حقیقت کې د خدمتونو وړاندې کوونکی شرکت ورته لاس رسی لري. د مثال په توګه جي میل (Gmail) ته د ګوګل (Google) لاس رسی.

په آنلاین  بڼه د مقالې او لیکنې خپرول

CryptPad د  Google Doc معادل دی چې  لیکنې رمز ته په اړول شوې او آنلاین بڼه ذخیره کوي.  کولی شئ له دغه امکان څخه د ‘مړو د صندوق’ د میتود په څیر کار واخلئ. خو د ایمیلونو د خدمتونو د وړاندې کولو د سرویسونو لکه  Gmail یا Yahoo  cryptpad    Mail – پر خلاف ستاسود پیغامونومحتویاتو ته لاس رسی نلري، ځکه چې هغوی دا محتویات د رمز په بڼه ذخیره کوي. 

په URLکې د رمز لیکنې (Encryption)   کیلي (Key)  د # کریکټر د لیکلو وروسته لیکل کیږي. د همدې له امله د دغه سیستم پروتوکول له مخې هرڅه د #  څخه وروسته ولیکل شي د URL د دروازې د ادرس پرمخ د سرور (Server) لپاره د لاس رسي وړ نه دی.

انګلیسي مثال //// 

https://cryptpad.fr/pad/#/2/pad/edit/J6KGLGTPSH1lJyc0U1U2zFLz/

د پیغامونو رسول او خوندي اړیکې

ایمیلونه

ایمیلونه خوندي نه دي. په اینټرنيټ کې په غیر محرمانه توګه په حرکت کې دي، یعنی تاسو ته د اینټرنیټ د وړاندې کوونکي شرکت له خوا کیدای شي ولیدل شي او ولوستل شي.  ایمیل د یو لیک په څیر دی چې د پاکټ پرته واستول شي او پیغام رسوونکی هغه لولي. د خپلو ایمیلونود محتویاتو د ساتنې کولی شئ د   Proton Mail   یا  Tutanota  په څیر د آنلاین خدمتونو څخه کار واخلئ:

Tutanota  ایمیل سیستم (Tuta) په  خپله نسخه کې د یو ګیګابایټ په اندازه فضا په وړیا ډول د ذخیره کولو لپاره وړاندې کوي. 

• Protonmail د freemium په موډل باندې کار کوي یعنی لومړی ستاسو ته د پیغامونو د ذخیرې لپاره د ۵۰۰ مګابایټو په اندازه په وړیا ډول فضا برابروي که له دې اندازې څخه زیاتې فضا ته  اړتیا لرئ باید د پیسو په بدل کې یې واخلئ.

پام باید وکړئ،ددغو شرکتونو پیغامونه د خپلو ایمیلونو لپاره دي یعنی یوازې دProtonmail څځه Protonmail ته اویا دTutanota څخه Tutanota  ته استول کیدای شي خوندي او  رمز لیکنې (Encryption) دي. د خدمتونو د وړاندې کوونکو دغو شرکتونو څخه د جي میل (Gmail) ته د کار اخیستلو په صورت کې باید پخپله د رمز لیکنې  (Encryption)  اقدام وکړئ. طبعا ده  د رمز لیکلولپاره باید یو رمز د رمز لیکلو او د رمز د پرانیستلو لپاره  ایمیل ته واستول شي. 

سیګنال

سیګنال پروګرام د ځیرکو تیلیفونونو لپاره  جوړ شو ی دی چې په تیلفون کې ستاسو پیغامونه په رمزي لیکنه باندې بدلوي چې تیلیفون او یا هغه تیلیفون پیغام ترلاسه کوي رمزي لینکې پرانیځي. این رمزنگاری از دا رمزي لیکنې د مبدا یا پیل څخه تر مقصد یا پای پورې (End To End Encrpytion) لیکنې دي. یعنی حتی د هدک کیدو په صورت کې هم سیګنال کې ستاسو د پیغام محتویات نشي افشا کیدلی. 

سیګنال لوی ډاټا (Metadata) د اړتیا وړ ټاکلې دورې څخه  زیات د حرکت لپاره پیغام نه ساتي او یوازې په موقتي ډول يې د فني دلایلو له مخې ساتنه کوي.

په پام کې ولرئ، استول شوي پیغامونه په تیلیفون کې ذخیره کیږي او که چیرې تیلیفون د کوم چا لاس ته ورشي او هغه کد (Code)  کړي په دې صورت کې ستاسو پیغامونو ته د لاس رسي امکان شته دی. د همدې له امله سیګنال ( او ځینې نور کاروونکي سوفټ ویرونه) ډیرې ګټورې ځانګړتیاوې لري: موقتي پیغامونه چې پخپله استوونکي ته د حذفولو امکان په لاس ورکوي شته دی

موقتي پیغامونه

تمرین:

۱.. https://signal.org/en/download/. د App Store یا د Play Store څخه نصب کړئ.

۲. د نوي پیغام پر مخ کلیک وکړئ؛ ستاسو سره د اړیکو د نیوونکو او اشنایانو لیست چې د سیګنال څخه کار اخلي راڅرګندیږي. 

۳. د هغوې له ډلې یو ته یې پیغام واستوئ

۴. د نووخبرو تنظیماتو (Settings) ته لاړ شئ او موقتي پیغامونو انتخاب (option) فعال کړئ

۵. د خپل کمپیوټر په ډیسک ټاپ باندې  کارونکی سوفټ ویر نصب کړئ 

۶. هغه د خپل ځیرک ټیلیفون سره همغږی یا ونښلوئ

نورکارونکي (عملي) سوفټ ویرونه

اگر که چیرې د Discord  ، WhatsApp، iMessage، Telegram او نورو؟  کاروونکو سوفټ ویرونو څخه کار اخلئ  پاملرنه وکړئ چې ایا د کاروونکي سوفټ ویر څخه د د مبدا څخه تر مقصد پورې د رمز لیکنې (Encryptions)  څخه کار اخلئ او ددغه جدول  له لارې سوفټ ویرونه و ارزوئ.

پیغام رسول او خوندي اړیکې

Wire  نرم‌ابزاربرای ارتباط ایمن است که امتیاز آن عدم نیاز به داشتن شماره تلفن است. د اړیکو لپاره Wire  یو خوندي سوفټ ویر دی چې ځانګړتیا یې داده چې د تیلیفون شمیرې ته اړتیا نلري.

Briar   هم یو کاروونکی عملي سوفټ ویر دی چې د (CTP) له فن څخه په ګټې اخیستنې رمز لیکنه (Encryptions)یې شوې ده او یو په یو یا د سیال (counterpart)  سره د (Tor) په ملاتړ رمز لیکنه یې کیږي، یعنی د ځیرک تیلیفون څخه پیغامونه بل ځیرک تیلیفون ته د مرکزي سرور (Server) پرته ګردش یا حرکت کوي.

 Olvid  یو بل ساده کارونکی نوم د حساب د پرانیستلو لپاره کفایت کوي. په Olvid، کې اړیکې اوارتباطات او لوي ډاټآ (Metadatas) له پیل څخه تر اخیره پورې په رمز باندې لیکل شوي دي. دا پروګرام د معلوماتو د ملي امنیت د معلوماتو د سیستم د (ANSSI) له خوا تصدیق شوی دی. Olvid

 یوه وړیا نسخه د څو کمو ځانګړتیاو سره (د غږیزې اړیکې پرته) وړاندې کوي.

دا معرفي شوي پیغام رسوونکي او عملي سوفټ ویرونه تاسو ته ددې امکان درکوي چې په آنلاین بڼه د خپلو پیغامونو ساتنه وکړئ ، خو له یاده مه اوباسئ چې دا پیغامونه ستاسو او ستاسو د مخاطب په تیلیفون کې ساتل کیږي. د خپلو مهمو پیغامونو لپاره حتمی د ” موقتي پیغامونو” د ځانګړتیا چې په ټولو معرفي شویو پیغام رسوونکو کې شته دی ګټه واخلئ

د GSM شبکه

د GSM شبکه خوندي نه ده

۱- ستاسو د تیلیفون د خدمتونو وړاندې کوونکی شرکت کولی شي د اړیکو او د تبادله شویو پیغامونو نوملړ ته لاس رسی ولري.

۲- کلونه کیږي چې د GSM د رمز لیکنې الګوریتم (Encryptions algorithm)  سوری (leaked) شوی

د لا زیات پوهاوي لپاره دا وګورئ:

د خوندې پیغام رسوونکو او کاروونکو یا عملي سوفټ ویرونو  Totem  آنلاین دوره (په فارسی ژبه کې)