Categories
تشکیل

5. کمپیوټر – ځیرک تیلیفون کې د خپلې ډاټا څخه ساتنه

• زماني موده: ۱ ساعت

• د لوست څخه هدف:رمز لیکنې یادونه، په کمپیوټر او په ځیرک تیلیفون کې د خپلې ډاټا ساتنې لپاره د کار اخیستلو میتود یادونه

د ډاټا بیا ترلاسه کولBackups

• د یو خارجي هارډ ډیسک پرمخ ؟ 

• په ویریځ (ICLOUD) ؟

د وریځ (ICLOUD) پرمخ

فیزیکي ارزونې ستاسو ډاټا په خطر کې نشي اچولی. تاسو باید د خپلو خدمتونو لپاره یو معتبر  د خدمتونو وړاندې کوونکی غوره کړئ.

او یو ښه چټک سرعت لرونکي نښلوونکي یا اتصال ته اړتیا لرئ.

د خارجي هارډ ډیسک لپاره

تاسو د خدماتي خدمتونو هيڅ  وړاندې کوونکي باندې متکي نه یاست. او هیڅ نښلولو یا اتصال ته اړتیا نلري . تاسو خپله ډاټا پخپله له ځان سره انتقالوئ. 

رمز لیکنه

رمزلیکنه (Encryptions )یو اقدام دی چې د رمز د پرانیستلو د یوې کیلي (Key) پرته د رمز پرانیستل د یو سند، د یو فولډر(Folder)، یو هارډ ډیسک نه لوستلو سبب ګرځي. دا اقدام تاسو ته ددې امکان درکوي چې په اغیزمنه توګه خپل معلومات د غلا یا د وسایلو د ضبط او همدارنګه د خدمتونو د ورکوونکو پر وړاندې په آنلاین او په غیر خوندي بڼه ( پرته د رمز د لیکنې) وساتئ.

خپل کمپیوټر کې له خپلې ډاټا څخه د Cryptomator څخه په کار اخیستنې ساتنه

د Veracrypt سافټ ویرستاسو ته په کمپیوټر کې د ارقامو صندوق (ډیجیټلي صندوق) د رامنځ ته کیدو امکان درکوي. یو صندوق یا Veracrypt ) یا “کانټینر”) یوازینی فایل دی چې په کې نور فایلونه یا فلوډرونه ذخیره او په لیکنې په رمز بدلوي.

د همدې له امله کولی شئ یو خوندي ډیجیټلي (ګاو صندوق) د خپل کمپیوټر پرمخ د یو هارډ ډیسک پرمخ او یا حتی چې دا ډیجیټلي (ګاو صندوق) خپل یو مخاطب ته د ایمیل له لارې واستوئ. ( لازمه ده په دې صورت کې د رمز د پرانیستلو (Password)د یو بل خوندي کانال له لارې لکه  Signal او یا په ښه ډول په شفاهي توګه هغه ته واستوئ.

د  Cryptomator  سوفټ ویر هم تاسو ته ستاسو په کمپیوټر کې د خوندي ډیجیټلي صندوق د رامنځ ته کیدو امکان درکوي. دا امکان هم برابروي چې معلومات په محلي کچه ذخیره او په یوې کیلي سره (password) سره وساتئ، همداشان د وریځې (Could) خدمتونو زیات طرفدار پروګراموونه لکه GoogleDrive، iCloud و OneDrive ډیر ښه کار کوي.

تمرین:

1. Cryptomator  نصب کړئ: د نصب زده کړه (انګلیسي)

2. د  خپل کمپیوټر پرمخ یو خوندي صندوق رامنځ ته کړئ : زده کړه له (انګلیسي) کار اخیستنه

3. یو سند ته په کې ځای ورکړئ

4. Cryptomator وتړئ

5. بیرته یې پرانیځئ او خپلو اسنادو ته لاس رسی ومومئ

6. د وریځې د یو سروریس پرمخ یو خوندي صندوق واستوئ

7. د وریځې (Cloud) فولډر د نورو کاروونکو سره شریک کړئ

8. د خوندي صندوق محتویاتو ته د لاس رسي لپاره خپل عبوري رمز (Password) شریک کړئ

یادښت : همداشان Cryptomator د ځیرکو تیلیفونونو لکه Android او iOS  لپاره سوفټ ویرونه( البته وړیا) ډول برابروي.

Androidنډرویډ

ستاسو د ډاټا رمز لیکنه په خودکاریا اتوماتیک ډول د Android 6.0 Marshmallow کې فعال دی. دا په نامرئي ډول ترسره کیږي کله چې ستاسو ترتیب یا پیکربند (configuration)  له تاسو غوښتنه کوي یوه قفل پاڼه انتخاب کړئ:  چې زمانی که پیکربند شما از شما درخواست می‌کند یک قفل صفحه را انتخاب کنید: پټه (Pattern ) کود (PIN) یا عبوري رمز(Password). د څیرې تشخیص او د ګوتې نښه په دې ځای کې نه شاملیږي! 

د دې ارزونې لپاره چې ایا رمز لینکه فعاله ده او که نه لاندې لار تعقیب کړئ

تنظیمات (Setting) > امنیت > رمز لیکنه

که چیرې رمز لیکنه فعاله نه وي، خپل تیلیفون بریښنا جریان سره ونښلوئ او رمز لیکنه پیل کړئ

iPhone ایفون

د ایفون د iOS 8، سیستم څخه وروسته د اپل د تیلیفونونو شخصي ډاټا کله چې تیلیفون د یو کود یا د ګوتې د نښې Touch ID یا څیرې Face ID قفل شي، په خودکار یا اتومات ډول رمز لیکنه یې کیږي.

که چیرې Face ID  څخه د کار اخیستنې امکان لرئ تاسو ته سپارښتنه کیږي چې ورڅخه کار واخلئ. د ډیجیټلي امنیت (Digital security)ځینې کارپوهان د Touch ID په هک کولو بریالي شوي دي‌.

د عددي کود په اړه تاسو ته سپارښتنه کیږي چې د یو څلور رقمي  عددونو د کود پر ځای د شپږو عددونو کود انتخاب کړئ.

بالاخره که چیرې ستاسو تیلیفون ډیره حساسه ډاټا لرونکی اوسئ، کولی شئ چې داسې یې تنظیم یې کړئ، چې د قفل د پرانیستلو لپاره د ۱۰ ناکامو هڅو وروسته په اتومات ډول ډاټا پاکه شي.

تنظیمات (Settings)> Touch ID او Code > د ډاټا پاکول (په لاندې ډول)

د Tella له لارې په ځیرک ټیلیفون کې د خپلې ډاټا ساتل او پټول

Tella د Android او iOS لپاره یو کاروونکی سوفټ ویر دی او تاسو ته ددې امکان درکوي چې: 

• فایلونه، عکسونه، ویډیوګانې او نور معلومات په یوخوندي صندوق کې چې رمز لیکنه یې شوې وي ذخیره کړئ. همداشان کولی شئ په اتومات ډول یو سرور ته د ذخیره شویو معلوماتو لیږد د ملاتړ او ساتنې لپاره په خودکار او اتومات ډول تنظیم کړئ.

• پروګرام (یوازې انډرویډ کې) په یو بل آیکون کې پټ کړئ.

• ” خطر بټنه”  هغه فعاله (Launch)کړئ تاسو ته ددې امکان درکوي چې په یو اسان حرکت سره د خوندي صندوق ټول محتویات پاک کړئ.

تمرین

۱- Tella نصب کړئ

۲- عکسونه او ویډیو واخلئ

۳- Tella وتړئ

۴- بیرته Tella ته لاس رسی ومومئ

۵-عکسونه وګورئ

۶- د Tella آیکون بدل کړئ

۷- په انډرویډ کې د Tella آیکون د حساب د ماشین د فعالیت لپاره بدل کړئ.