Categories
تشکیل

3. مجازې فضا کې د تعقیب د. مهارولو او د سایبري ځورونو سره مقابله

• زماني موده: ۱ ساعت

• د زده کړو هدف: په مجازې فضا کې د خپل ځان په اړه د لاس رسي وړمعلوماتو پیژندل، د شخصي معلوماتو د حذفولو زده کړه، د څارنې رامنځ ته کیدل، د شخصي او کاري معلوماتو د جداوالي په برخه کې سترایژۍ ….

________________________________________

معلوماتي نښه چې له تاسو کیدای شي په لاس یې راوړي

خبریالان او فعالان کیدای شي د خپلو ځینو کارونو له امله د ګواښ لاندې راشي او غچ اخیستنې سره مخ شي. یو ددغو کړنلارو د هغوی چپولو (سکوت) ته  اړ ایستل او داکسینگ doxing دی: بریدکوونکي کوم معلومات چې په ټولنیزو شبکو او مسلکي یا حرفوي ویب سایټونو کې خپریږي د خپل هدف پر وړاندې د هک، ناوړې استفادې یا افترا او سپګاوي لپاره ورڅخه کار اخلي.

ډانکسینګ چې د انګلیسي Doxing:  (ډاکس څخه اخیستل شوی) په انګلیسي کې dox: مخفف documents ) اسنادو په معنی دی( د پلټنې عمل او د شخصي اطلاعاتو عمومي خپرول یا د معلوماتو پیژندګلوي کوونکی په ځانګړي ډول هغه معلومات چې د افرادو د پیژندګلوئ سبب کیږي) د یو فرد یا یو سازمان په اړه دي چې په اینټرنیټ کې خپریږي.

د همدې له امله اهمیت لري چې پوه شو چې زمونږ په اړه په مجازې فضا کې کوم معلومات د لاس رسي وړ دي.هغه څه دا معلومات کولی شي زمونږ په تړاو یو څه افشا کړي په باب یې فکر وکړو او که چیرې امکان لري د حذفولوپه هکله یې لاس په کار شو.

اینټرنیټ نه هیروي. په بشپړ ډول زمونږ د انلاین ډاټا (Datas)حدفول ممکن ستونزمن کار اوسي. ممکن دا ډاټا د archive.org په څیر سایټ کې ذخیره شوي وي، یا د (Capture) په بڼه عکس زمونږ د نندارې لاندې پاڼې څخه ذخیره شوی او نورو سره شریک شوی وي. همدارنګه کیدای شي دا ډاټا د ځینو کسانو له خوا په ویب سایټونو او یا د کاروونکو حسابونو له لارې خپره شوې وي چې تاسو پرې کنټرول نلرئ.

بنآ ډاټا (Datas) :

• د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د نږدې غړو په اړه ولټوئ.

• د لټون لپاره د ګوګل پرته  له نورو ماشینونو څخه لکه یاهو، بینګ او…. څخه کارواخلئ.

• په ګوګل کې د لټون د پرمختللي فن څخه په کار اخیستنې سره کولی شئ چې دا وارزوئ چې ستاسو په اړه کوم شخصي معلومات په مجازي فضا کې او په انلاین بڼه د لاس رسي وړ دي:

 –  د پوهاوي لپاره ایا ستاسو ادرس او د تیلیفون شمیره په مجازې فضا کې خپره شوې ده او د لاس رسي وړده، په ګوګل کې په دا ډول ولټوئ: 

*”نوم د کورنۍ نوم ” “آدرس \*”* –  د تیلیفون د شمیرې لپاره: *”نوم د کورنۍ نوم” “07\*”*

لینک ورکړل شي

مجازې او انلاین فضا کې د شخصي معلوماتو پاکول

ټولنیزو شبکو کې ستاسو کاروونکي حسابونه

خپلو ټولنیزو شبکو کې کاروونکي حسابونه، عکسونه او ویډیوګانې او همدارنګه  ستاسو د خپرو شویو موضوعاتو په اړه خپاره شوي نظریات او تبصرې وارزوئ.

• هغه څه چې حذف یې غواړي یاداشت یې کړئ.

• دا کار په منظم ډول ترسره کړئ او هڅه وکړئ په خپله زمانې کلیزه کې لازمه موده ( هرو ۶ میاشتوکې) د یادونې لپاره وټاکئ.

ستاسو په خپلو ویب سایټونو کې

د خپل ویب سایټ پرمخ اود بل هریوسایټ چې اداره کوئ یې، د حساسو معلوماتود پیژندلو لپاره ارزونه ترسره کړئ او د امکان په حد کې د حذفولو لپاره یې لارې ومومئ. د مثال په توګه، د فیزیکي ادرس یا ستاسو د ایمیل ښودلو پر ځای د یو انلاین فورمې څخه ګټه واخلئ.

د نورو په سایټونو کې

کولی شئ د ویب ستایټ څخه چې تاسو په تړاو یې معلومات خپاره کړي، وغواړې چې دا معلومات حذف کړي. خو ترسره کول یې حتمي نه دي او وخت ته اړتیا لري او د ویب سایټونو د مدیرانو ښه نیت پورې هم تړاو لري. په ورته وخت کې په اروپا کې د ۲۰۱۴ کال راهیسې کیدای شي د خپل “هیرولو له حق” د قانون څخه ګټه پورته شي اودGoogle Searchڅخه وغواړئ چې ستاسو په اړه لینکونه د خپل نوملړ څخه حذف کړي.

خپله کورنۍ او خپلوان وپوهوئ

د خپلې کورنۍ او دوستانو سره د هغو معلوماتو په اړه خبرې وکړئ چې ستاسو او د نورو په هکله یې خپوروي. هغوی ته دا وضاحت ورکړئ چې تاسو کوم معلومات غواړئ چې شریک یې کړئ او کوم معلومات غواړئ چې محرم پاتې شي. همداشان هغوی ته د خپلو خپرونکو موادو د محدودولو  په اړه چې تاسو په کې ټګ (Tag) کوي هم یادونه وکړي

د پیښې علاج د پیښیدو دمخه وکړئ

خبرداري په لاره واچوئ

د ګوګل خبرداري د نوم، ادرس او نورمعلومات لکه زیږیدو نیټه یا د ایمیل ادرس، فعال کړئ. د خبرداري په پروګرام کې خپلې عامې املایي تیروتنې د خپل نوم په برخه کې هم په پام کې ونیسئ.

د فعالیتونو جداوالی

د کاراو د خپل شخصي ژوند د مختلفو حسابونو څخه کار واخلئ: د ایمیل یوادرس د کار لپاره، یو بل د شخصي کارونو لپاره، دا اقدام په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو حسابونو لپاره ممکن ګټوراوسي. ددې کار لپاره د مختلفو ستراتیژیو څخه کار واخلئ:

• واقعي هویت

• ناپیژاند

• مستعار نوم

• ډله ییز هویت

 خطراعلانهڅه
واقعی هویت++
ناپیژاند+
مستعار نوم++
ډله ییز هویت++

د خپلو ټولنیزو شبکو د پروفایلونو تنظیمات (Settings) وارزوئ

ددې لپاره چې چې پوه شئ چې تاسو په ټویټر، فیسبوک، اینستاګرام او ټیک ټاک او…. کې کوم معلومات خپاره شوي، باید خپلو ټولنیزو شبکو کې په حسابونو کې دخصوصي حریم تنظیمات (settings) و ارزوئ.

د لا زیاتې خبرتیا لپاره : تاسو کولی شئ په اینټرنیټ کې د خپل حضورد څرنګوالی لپاره د namechecker په څیر سایټونه وارزوئ. یا ددې لپاره چې په دې پوه شئ چې یو پخوانی حساب په یو پلټفورم (Flat form) او یا په یو انلاین سرویس کې (چې کیدای شي ستاسو ځینې معلومات په کې ساتل شوي وي) له یاد څخه مو وتلي نه وي کولی شئ د whatsmyname څخه کار واخلئ.

ایا ستاسو ایمیل هک شوی؟

دا وڅیړئ چې ایا ستاسو کوم یو حساب د درز (Leakage)  ستونزې سره نه دی مخ شوی. د ایمیل خپل ادرس پهFirefox Monitor اویا هم haveibeenpwned  کې داخل (Enter) کړئ. د خپل ایمیل ادرس داخل کړئ او pwnedباندې کلیک وکړئ.

ځورونهجوړجاړی یا حتی بشپړ حذف

کله چې د سایبري ځورونې قرباني کیږئ کوم کارونه باید ترسره کړئ؟

ک. له چا څخه مرسته وغواړئ

په دې اړه له خپلو نږدې خپلوانو سره خبرې وکړئ. د سایبري ځورونې پرمهال ترټولو مهم اقدامات: چپ مه پاتې کیږئ او انزوا مه غوره کوئ.که چیرې اړتیا پیښه شي تاسو کولی شئ د توپاني وضعیت پر مهال د خپلو کاروونکو حسابونو مدیریت اعتمادي کسانو ته د مدیریت لپاره وسپارئ.

م. مستند یې کړئ

د خپل ځان اړوند د سایبري ځورونې ټول حقایق( facts) مستند کړئ. تر نندارې لاندې اینټرنیټي پاڼې څخه تصویرونه واخلئ، د سابیري ځورونې اړوند ټول پیغامونه او معلومات ( پخپله او یا هغه چاته مو چې د خپلو کارونکو حسابونو مدیریت سپارلی) ثبت کړئ. دغه معلومات تاسو ته د خبرداري په ورکولو او ددغه وضعیت په روښانه کولو کې مرسته کوي. همداشان د عریضې د ثبتولو له لارې شکایت کول به ګټور اوسي.

ق. قفل یې کړئ

په ټولنیزو شبکو کې خپل حسابونه قفل کړئ. د خپل خصوصي حریم اړوند تنظیمات (settings) بدل کړئ ترڅو ورته د هغوی لاس رسی بند شي. یا خپل حسابونه په بشپړ ډول خصوصي کړئ.  یا د خصوصي حریم د پرمختللي انتخاب (option) څخه لکه ” ما مه پیداکوه” یا ” زما د دوستانو لیست خپور / شریک نه کړئ. همداشان حتمي د سایبري ځورونکي او بریدکوونکي بند کړئ. 

ح. حذف یې کړئ

کوم محتویات چې د ځورونکوله خوا خپاره شوي، حذف یې کړئ، اینټرنيټ کې ډیر د لټون ماشینونه د حذفولو غوښتنو ته د انلاین پښتنو له لارې د حذف غوښتنې ورکوي. د لټون د هر ماشین لکه Bing، Qwant، Google، Yahoo و….  کولی غوښتنه وکړئ.

گ. رپوټ یې ورکړئ

پلټ فامونو ته د محتویاتو راپور ورکړئ:

شکایت وکړئ

د پولیسو مرکز یا په لیکلي بڼه د خپل ولایت عدلي چارواکو ته په لاس کې د لرلو ټولو اسنادو په وړاندې کولو سره خپل شکایت ثبت کړئ.

یو ساتوونکی وګمارئ

BodyGuard  یو پروګرام دی چې د آیفون او اندرویډ ورته لاس رسی لري او په ژوندۍ بڼه مخالف لورې محتویات، نژاد پالنې، هوموفوبیک یا د جنسي او اخلاقي اړوند ځورونې له لارې مدیریت کړئ.

د لا زیات پوهاوي لپاره

د توتم  فارسي لوستونه