• زماني موده: 1 ساعت
• زده کړو هدف : ناپیژانده او خوندي اړیکو ترمنځ د تفاوت او ددغو دوو اړیکو ترسره کولو لپاره د وسایلود کارولو زده کړه
رمز لیکنه یا ناپیژاند توب؟
د واټس آپ WhatsApp ، مسنجر Messenger یا ټیلګرام Telegramڅخه د کار اخیستلو پرمهال ستاسو پیغامونه په رمز بدلیږي( یو څه د سوفټ ویر پورې هم تړاو لري) خو د هغو کسانو ادرس چې ورسره اړیکې ټینګوئ په رمز نه بدلیږي. د همدې له امله دا چلوونکي (Operators) ( مټا، فیسبوک، تیلګرام) که چیرې ستاسو استوونکو محتویاتو ته لاس ونلري، خو کولی شي په دې پوه شي چې تاسو د کومو کسانو سره اړیکې ټینګوئ.
خبریالان د خپلې ډاټا (Datas) د ساتنې لپاره باید دغو وسایلو سره اشنا شي او دا امکان په لاس کې ولري چې په اسانۍ سره خپله ډاټا (Datas) د نورو زیاتو پیغامونو په منځ کې واستولی شي. باید په دې پوه شو چې دا وسایل ممکن نه دي چې په رمز باندې د بل شویو سوفټ ویرونو په اندازه د ابتدا څخه تر هدف (مقصد) پورې خو تاسو ته د خپلې ډاټا د ساتنې او حفاظت لپاره ددې امکان برابروي چې خپله ډاټا په لوړه کچه په ناپیژاندتوب کې پاتې کیدو سره وساتئ.
پیغام رسول او یوڅه کمې او زیاتې خوندي اړیکې
۱- د ایمیل آدرس له هر خدماتي شرکت څخه چې غواړئ جوړ کړئ.
۲- ایمیل ته د لاس رسي اړوند د هویت ( پيژندنې) معلومات په خوندي ډول خپل مخاطب سره شریک کړئ.
۳- پیغامونه یوازې د چټل نویس خاکه کې پرته د استلو ولیکئ.
په آنلاین بڼه د مقالې او لیکنې خپرول
د پیغامونو رسول او خوندي اړیکې
ایمیلونه
ایمیلونه خوندي نه دي. په اینټرنيټ کې په غیر محرمانه توګه په حرکت کې دي، یعنی تاسو ته د اینټرنیټ د وړاندې کوونکي شرکت له خوا کیدای شي ولیدل شي او ولوستل شي. ایمیل د یو لیک په څیر دی چې د پاکټ پرته واستول شي او پیغام رسوونکی هغه لولي. د خپلو ایمیلونود محتویاتو د ساتنې کولی شئ د Proton Mail یا Tutanota په څیر د آنلاین خدمتونو څخه کار واخلئ:
Tutanota ایمیل سیستم (Tuta) په خپله نسخه کې د یو ګیګابایټ په اندازه فضا په وړیا ډول د ذخیره کولو لپاره وړاندې کوي.
• Protonmail د freemium په موډل باندې کار کوي یعنی لومړی ستاسو ته د پیغامونو د ذخیرې لپاره د ۵۰۰ مګابایټو په اندازه په وړیا ډول فضا برابروي که له دې اندازې څخه زیاتې فضا ته اړتیا لرئ باید د پیسو په بدل کې یې واخلئ.
پام باید وکړئ،ددغو شرکتونو پیغامونه د خپلو ایمیلونو لپاره دي یعنی یوازې دProtonmail څځه Protonmail ته اویا دTutanota څخه Tutanota ته استول کیدای شي خوندي او رمز لیکنې (Encryption) دي. د خدمتونو د وړاندې کوونکو دغو شرکتونو څخه د جي میل (Gmail) ته د کار اخیستلو په صورت کې باید پخپله د رمز لیکنې (Encryption) اقدام وکړئ. طبعا ده د رمز لیکلولپاره باید یو رمز د رمز لیکلو او د رمز د پرانیستلو لپاره ایمیل ته واستول شي.
سیګنال
سیګنال پروګرام د ځیرکو تیلیفونونو لپاره جوړ شو ی دی چې په تیلفون کې ستاسو پیغامونه په رمزي لیکنه باندې بدلوي چې تیلیفون او یا هغه تیلیفون پیغام ترلاسه کوي رمزي لینکې پرانیځي. این رمزنگاری از دا رمزي لیکنې د مبدا یا پیل څخه تر مقصد یا پای پورې (End To End Encrpytion) لیکنې دي. یعنی حتی د هدک کیدو په صورت کې هم سیګنال کې ستاسو د پیغام محتویات نشي افشا کیدلی.
سیګنال لوی ډاټا (Metadata) د اړتیا وړ ټاکلې دورې څخه زیات د حرکت لپاره پیغام نه ساتي او یوازې په موقتي ډول يې د فني دلایلو له مخې ساتنه کوي.
په پام کې ولرئ، استول شوي پیغامونه په تیلیفون کې ذخیره کیږي او که چیرې تیلیفون د کوم چا لاس ته ورشي او هغه کد (Code) کړي په دې صورت کې ستاسو پیغامونو ته د لاس رسي امکان شته دی. د همدې له امله سیګنال ( او ځینې نور کاروونکي سوفټ ویرونه) ډیرې ګټورې ځانګړتیاوې لري: موقتي پیغامونه چې پخپله استوونکي ته د حذفولو امکان په لاس ورکوي شته دی
موقتي پیغامونه
تمرین:
۱.. https://signal.org/en/download/. د App Store یا د Play Store څخه نصب کړئ.
۲. د نوي پیغام پر مخ کلیک وکړئ؛ ستاسو سره د اړیکو د نیوونکو او اشنایانو لیست چې د سیګنال څخه کار اخلي راڅرګندیږي.
۳. د هغوې له ډلې یو ته یې پیغام واستوئ
۴. د نووخبرو تنظیماتو (Settings) ته لاړ شئ او موقتي پیغامونو انتخاب (option) فعال کړئ
۵. د خپل کمپیوټر په ډیسک ټاپ باندې کارونکی سوفټ ویر نصب کړئ
۶. هغه د خپل ځیرک ټیلیفون سره همغږی یا ونښلوئ
نورکارونکي (عملي) سوفټ ویرونه
اگر که چیرې د Discord ، WhatsApp، iMessage، Telegram او نورو؟ کاروونکو سوفټ ویرونو څخه کار اخلئ پاملرنه وکړئ چې ایا د کاروونکي سوفټ ویر څخه د د مبدا څخه تر مقصد پورې د رمز لیکنې (Encryptions) څخه کار اخلئ او ددغه جدول له لارې سوفټ ویرونه و ارزوئ.
پیغام رسول او خوندي اړیکې
Wire نرمابزاربرای ارتباط ایمن است که امتیاز آن عدم نیاز به داشتن شماره تلفن است. د اړیکو لپاره Wire یو خوندي سوفټ ویر دی چې ځانګړتیا یې داده چې د تیلیفون شمیرې ته اړتیا نلري.
Briar هم یو کاروونکی عملي سوفټ ویر دی چې د (CTP) له فن څخه په ګټې اخیستنې رمز لیکنه (Encryptions)یې شوې ده او یو په یو یا د سیال (counterpart) سره د (Tor) په ملاتړ رمز لیکنه یې کیږي، یعنی د ځیرک تیلیفون څخه پیغامونه بل ځیرک تیلیفون ته د مرکزي سرور (Server) پرته ګردش یا حرکت کوي.
Olvid یو بل ساده کارونکی نوم د حساب د پرانیستلو لپاره کفایت کوي. په Olvid، کې اړیکې اوارتباطات او لوي ډاټآ (Metadatas) له پیل څخه تر اخیره پورې په رمز باندې لیکل شوي دي. دا پروګرام د معلوماتو د ملي امنیت د معلوماتو د سیستم د (ANSSI) له خوا تصدیق شوی دی. Olvid
یوه وړیا نسخه د څو کمو ځانګړتیاو سره (د غږیزې اړیکې پرته) وړاندې کوي.
دا معرفي شوي پیغام رسوونکي او عملي سوفټ ویرونه تاسو ته ددې امکان درکوي چې په آنلاین بڼه د خپلو پیغامونو ساتنه وکړئ ، خو له یاده مه اوباسئ چې دا پیغامونه ستاسو او ستاسو د مخاطب په تیلیفون کې ساتل کیږي. د خپلو مهمو پیغامونو لپاره حتمی د ” موقتي پیغامونو” د ځانګړتیا چې په ټولو معرفي شویو پیغام رسوونکو کې شته دی ګټه واخلئ
د GSM شبکه
د GSM شبکه خوندي نه ده
۱- ستاسو د تیلیفون د خدمتونو وړاندې کوونکی شرکت کولی شي د اړیکو او د تبادله شویو پیغامونو نوملړ ته لاس رسی ولري.
۲- کلونه کیږي چې د GSM د رمز لیکنې الګوریتم (Encryptions algorithm) سوری (leaked) شوی
د لا زیات پوهاوي لپاره دا وګورئ:
د خوندې پیغام رسوونکو او کاروونکو یا عملي سوفټ ویرونو Totem آنلاین دوره (په فارسی ژبه کې)