Categories
Podcasts

10. رمز شوي اړیکې

د واټس آپ WhatsApp ، مسنجر Messenger یا ټیلګرام Telegramڅخه د کار اخیستلو پرمهال ستاسو پیغامونه په رمز بدلیږي( یو څه د سوفټ ویر پورې هم تړاو لري) خو د هغو کسانو ادرس چې ورسره اړیکې ټینګوئ په رمز نه بدلیږي. د همدې له امله دا چلوونکي (Operators) ( مټا، فیسبوک، تیلګرام) که چیرې ستاسو استوونکو محتویاتو ته لاس ونلري، خو کولی شي په دې پوه شي چې تاسو د کومو کسانو سره اړیکې ټینګوئ. خبریالان د خپلې ډاټا (Datas) د ساتنې لپاره باید دغو وسایلو سره اشنا شي او دا امکان په لاس کې ولري چې په اسانۍ سره خپله ډاټا (Datas) د نورو زیاتو پیغامونو په منځ کې واستولی شي. باید په دې پوه شو چې دا وسایل ممکن نه دي چې په رمز باندې د بل شویو سوفټ ویرونو په اندازه د ابتدا څخه تر هدف (مقصد) پورې خو تاسو ته د خپلې ډاټا د ساتنې او حفاظت لپاره ددې امکان برابروي چې خپله ډاټا په لوړه کچه په ناپیژاندتوب کې پاتې کیدو سره وساتئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *