Categories
Podcasts

4. څنګه د فیشنګ څخه مخنیوی وکړو؟

فشینګ (Phishing) څه شی دی؟ لاره وهوونکی یا مهاجم د ایمیل له لارې یوه هیله “طعمه” (لومه کې د نښلیدو لپاره) استوي. دا طعمه دا شخص هڅوي ترڅو خپله محرمه ډاټا خپره کړي.
پر کمپیوتر باندې د ویروس ضد د یو سوفټ ویر نصبول یو ښه مهم اقدام دی، خو همدارنګه دا هم مهمه ده چې د لینک ترلاسه کولو یا د ایمیل سره غوټه شوی فایل د ترلاسه کولو پر مهال چې د ایمیل، مسنجر، پیغام، سکایپ او د اړیکو نیولو د نورو وسایلو له لارې استول کیږي خپله لازمه هوښیاري وښيوو. ټولنیزې شبکې او د هغوی اړوند وسایل د ویروسونو د انتقال اصلي عامل ګڼل کیږي.

Categories
Podcasts

3. د بنسټیزو خوندیتوب تدابیر

د کمپیوټریا ستاسو د ځیرک تیلیفون لپاره دا اړینه ده چې عملیاتي سیستم او خپل پروګرامونه په منظم ډول تازه یا اپډیټ کړئ. دا اقدام د مخربو سوفټ ویرونو د بریدونو مخنیوی کوی او ستاسو د دستګاه د امنیت د خوندیوب د پیاوړي کیدو سبب ګرځي. همداشان سوفټ ویرونو اپډیټ په پروګرامونو کې د ستونزویا نقص د مخنیوي سبب ګرځي، چې تازه کشف شوي دي. د همدې له امله دا اړینه او مهمه ده چې په منظم ډول خپل کمپیوټر او ځیرک تیلیفونونو پروګرامونه اپډیټ کړئ.

Categories
Podcasts

2. پاسورډونه

څخه د رمزي کلماتو (PASSWORD) په واسطه ساتنه کیږي. دا ډیره مهمه ده چې ډیر قوي او سخت رمزي کلمات جوړ کړو چې پیداکول یې یا اټکل کول یې ستونزمن اوسي. کولی شئ د خپلو رمزي کلماتو قوي کیدل د رمزي کلماتود ارزونې گذرواژه ما په کارونې سره په اینټرنیټي پاڼه کې nothing2hide وازمایي.
زمونږ د رمزونو ازموینې وسیلې ته لاسرسی وکړئ

Categories
Podcasts

1. د خپلې ګواښ ماډل جوړول

هروخت او په هرځای کې د خپلې ډاټا د ساتلو هڅه، ستومانوونکې او ډیره عملي نه ده. امنیت یو بهیر دی، چې یوازې په وسایلو اود سافټ ویرونود بارولو(نصبولو یا loading) نشي خلاصه کیدلی. امنیت له هغو ګواښونو څخه په درک چې ورسره مخ کیږئ او پر وړاندې یې چې کوم میتودونه غوره کوئ پیلیږي.